ټولنه

په بغلان کې دشنو خونو جوړيدل

کابل باختر دمرغومي ١٦ دبغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رياست ددغه ولايت دپل حصار په ولسوالۍ کې اته شنې خونې جوړې کړې . دغه شنې خونې دپل حصار ولسوالۍ دسراب ، لکرمار ، دره سوء ، سنکنګ ها ، اکاخيلو نوبهار او داب په کليو کې هره يوه ددرې بسوې کرنيزې ځمکې په ساحه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو وزارت دبديل معيشت دبرخې له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه دريو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي . دبغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو رييس فضل الحق اندرابي دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې ددغو شنو خونو دجوړولو موخه دسبو دکرکيلې ته دبزګرانو هڅول او د کوکنارو دکرکيلې مخنيوى او دبزګرانو دمالي بنسټ پياوړتيا ده . اندرابي دبغلان ولايت په نورو ولسواليو کې دشنو خونو په رواجولو او پرمختيا چې بزګران دنشه يي توکو په کرکيلې او توليد لاس پورې کوي ټينګار وکړ . دبغلان ولايت دپل حصار ولسوالۍ يوه بزګر شمس الدين حبيبي چې تيرکال يې شنه خونه ترلاسه کړې وه وويل چې په روان کال کې سره له دې چې دشنې خونې دپرمخ بيولوله لارو چارو سره دومره بلدتيا نه لرله وکولاى شول چې څه دپاسه څلور زره نهه سوه کيلوګرامه بادرنګ او دوه زره اته سوه کيلوګرامه رومي بادنجان راټول اوبازار ته يې وړاندې کړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته