دهرات ښار باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
اووه تنه په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو او په پرچون ډول د هغو د پلورو په تور ونيول شول .
له دغوکسانو څخه څلورو تنو چې له نشه يي توکو څخه ډک١٩٩کپسولونه يې خوړلې وې، غوښتل يې هغه د هندوستان هېواد ته قاچاق کړي .
دغه قاچاق وړونکي د سرحدي پوليسو په همغږۍ د هرات ولايت د امنيي قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبينو له خوا د هرات ولايت په نړيوال هوايي ډګر کې ونيول شول.
پاىذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ