کابل باختر دسلواغې شلمه :
د وسله والومخالفينو يو سيمه ئيز قوماندان پرون دملي اردو د خاصې قطعې د منسوبينو له خوا د هلمند ولايت په مربوطاتوکې ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه قوماندان د هغو عملياتو په بهيرکې ونيول شوچې له وسله والو مخالفينو څخه دسيمو دپاکولو په مقصد د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه، يوه مخابره او څلور لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ