امنیت

په روزګان کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
په روزګان ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې د طالبانو ډلې ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه  جګړې په وروستيو ٢٤ ساعتوکې د روزګان ولايت په مرکز او د دهراوود او چارچينو د ولسواليو په ځينو سيموکې رامنځته شوې دي .
لومړۍ جګړه تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ کې هغه ونښته  چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د پوځيانو د ګزمې په کاروان بريد وکړ.
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل؛ په دغو وسله والو طالبانو هغه وخت د پوځيانوله خوا ډزې وشوې چې دوى د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې: 
څلورتنه وسله وال طالبان په چارچينو ولسوالۍ کې له پوځيانوسره د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه وروسته له هغه ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې وسله والو طالبانوچې غوښتل يې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي، ډزې وکړې.
د روزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلورتنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په گډون اووه تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارته څېرمه له پوځيانوسره په  جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د مهرآباد په سيمه کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د پوليسو په يوې پوستې يرغل وکړ .
پرون هم د مهرآباد ساحه له طالبانو سره د پوځيانو د سختو جګړو ډګر و چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته