امنیت

په جوزجان کې د يوه سړي ځان وواژه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
يوه پنځوس کلن سړي د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ په مرکز کې ځان زندى کړ.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالعزيز خاشي د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دغه سړى د تار پلورنې دکان درلود او د خپلې غالۍ له تار څخه په استفادې سره يې خپل ځان د خونې په چت پورې ځوړند کړى دى.
د ده د ځان وژنې علت لا تراوسه پورې څرګند نه دى او څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress