امنیت

دزابل دپوليسو درې تنه مامورين دطالبانو په بريد کې ووژل شول .

کابل باختر دليندي  دويمه :
دزابل دپوليسو درې تنه مامورين تيره شپه دطالبانو دبريد له امله ووژل شول .
دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو دشينکي ولسوالۍ په لوتي کلي کې دسيمه ئيزو پوليسو په يوې قرارګاه  بريد وکړ .
دزابل ولايت وياند ګل اسلام سيال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دطالبانو په دې بريد کې دپوليسو درې تنه مامورين شهيدان او يوبل پوځي ټپي شو. 
سيال وايي  چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى خو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته