سیاست

دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر داذربايجان جمهوريت له جګپوړو امنيتي مقاماتوسره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار داذربايجان جمهوريت دملي دفاع ، کورنيو چارو او ددفاعي ءصنايعو له وزيرانو ، دوسله وال پوځ   له لوى درستيز ، دسرحدي ځواکونو له لوى قوماندان او دجمهوري رياست ددفتر له رييس سره  په کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او داذربايجان جمهوريت ترمنځ  دژورو او دوستانه اړيکو ټينګښت ارزښتناک وباله او ددواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي او اقتصادي اړيکو په پراختيا يې ټينګار وکړ 
دملي امنيت دشورا دستراتيژيکي اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ محمد حنيف اتمر  د اذربايجان جمهوريت دځمکنۍ بشپړتيا له ساتنې سره دملاتړداعلامولو په ترڅ کې دسيمه ئيزو ستونزو دتشخيص اوله منځه وړلو په لاره کې  ګډې هڅې او همکارۍ  مهمې وبللې او ددغوهمکاريو دلازياتې  پياوړتيا غوښتنه يې وکړه .
په همدې حال کې داذربايجان جمهوريت لوړ پوړو مقاماتو ددغه هېواد دجمهور رييس له ژمنو وروسته دافغانستان له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ او دافغانستان ددفاعي او امنيتي ځواکونو داړتياو په پام کې نيولو سره يې ددغو ځواکونو دسمبالولو او بشپړولو  په باب دخپلو ژمنو دعملي کولو ډاډ ورکړ .
دغه راز ددغه هېواد مقاماتو څرګنده کړه چې دافغانستان ددفاعي او امنيتي ځواکونو دټپيانو په درملنه او روزنه او دافغانستان پوځي افسرانو او دملکي افسرانو دلوړو زده کړو دفرصتونو په برابرولو کې به عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دهېواد دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر چې دافغانستان له  ملي  دفاعي او امنيتي ځواکونوسره دقفقاز  دحوزې دهېوادونو او دروسيې دملاتړدجلبولو  په موخه دغو هېوادونو ته سفر کړى دى د اذربايجان له مقاماتو سره له رسمي خبرو او کتنو وروسته ددغه هېواد دسرحدي پوليسو اکاډمي وکتله .
په همدې حال کې دهېوا دملي امنيت  سلاکار داذربايجان  جمهوريت ته په خپل سفر کې په دغه هېواد کې افغانستان له سفير  او دسفارت له غړو سره هم وکتل او دافغانستان داسلامي جمهوريت او اذربايجان جمهوريت  ترمنځ دسياسي او ديپلوماتيکي  مسئلو په باب يې  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته