امنیت

د تورخم په بندرکې دملي امنيت د مامورينو په قرارګاه ځانمرګي بريد

کابل باختر دليندي څليرويشتمه (( عاجل ))
په تورخم بندرکې د ملي امنيت د پوځيانو په قرارګاه ځانمرګى بريد وشو .
دغه پيښه نن سهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت وشوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکوبار يو موټر ددغې قرارګاه په وړاندې وچاوه .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو درستيز وال جنرال  محمد ايوب حسين خيل باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دملي امنيت مامورينو ته د سر زيان اوښتى دى.
تراوسه پورې ددغې پيښې له امله د سر د زيان شمېرمعلوم نه دى .
ځينو رسنيو خبر ورکړ چې دغه بريد د يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو له خوا شوى دى چې له امله يې د ملي امنيت مامورينو ته د سرپه زيان سربيره د ناټو څو ټانکونه چې ددغه سازمان غړو هيوادونو ته د روانيدوپه حال کې و؛ هم سوځيدلي دي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته