امنیت

د نيمروز والي د انسان د قاچاقو پرخلاف په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ

زرنج  باختردتلې دمياشتې ٥  نيټه :
د انسان د قاچاقو پرخلاف دښو لارو چارو دموندلو په خاطر پرون په نيمروز ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه .
د نيمروز د والي وياند احمد عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې غونډه کې د نيمروز والي انجنير محمد سميع د انسان له قاچاقو سره په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ او دغه پديده يې د انساني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف وبلله او له امنيتي بنسټونو څخه يې وغوښتل پرې نږدي چې نيمروز د انسان دقاچاق وړونکو د فعاليت لپاره تګلورى وي.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته