امنیت

١٢ ماينونه کشف او شنډ کړى شول .

کابل باختر د سلواغې  اووه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دولس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  ډار اچوونکو دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو او په وينو او خاورو دامنيتي او دفاعي ځواکونو او دملکي وګړو دلړلو اولت پت کولو په خاطر پرون  دولس ډول ډول ماينونه دننګرهار ولايت  دخوږياڼيو او اچين دولسواليو په مربوطاتو کې  ځاى پرځاى کړي و چې له نيکه مرغه له چاودنې مخکې دلومړي لمبر سرحدي  لوا او دڅلورمې پلې لوا دماين پاکولو دتيمونو په واسطه کشف او شنډ کړى شول 
ددغو ماينونو دکشف او شنډولو په بهير کې  امنيتي اودفاعي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته