کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
د لوګرولايت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهېر کې شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات د يوې ډار اچوونکې ډلې دله منځه وړلو په خاطر د کوماندو دځواکونو له خوا په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهېر کې يوه اندازه جنګي وسايل هم تر لاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ