امنیت

نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دامنيتي ځواکونو دهغو فعاليتونو په بهيرکې  چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ترسره شول  نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، امنيتي ځواکونو دننګرهار ، ميدان وردګو ، لوګر ، بادغيس او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې  يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته