پل علم – باختر دلړم دمياشتې ١٣
په لوګر ولايت کې د اوولسو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ نن پيل شوې .
دغه سيالۍ دکوچيانو دليسې او دمغلانو دليسې دټيمونو ترمنځ پيل شوې چې
په پاى کې دکوچيانو ټيم وکولاى شول خپل سيال ته ماتې ورکړي .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل :
دغه سيالۍ ددغه ولايت دپوهنې رياست له خوا دښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ دواليبال دودې په مقصد د اتو ورځو لپاره پيل شوي دي او د واليبال ټيمونه د پل علم ښار د ښاروالۍ په ورزشي لوبغالى کې سيالۍ کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ