لښکرګاه/ باختر د ليندۍ اته ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د هلمند ولايت پوځيان د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو له پټنځيو څخه ترلاسه شوې دي .
د هلمند ولايت يوامنيتي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل