کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٣ :
په بغلان ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد د رامنځته کيدو مخه ونيول شوه.
د خبرونوله مخې : يوه ځانمرګي يرغلګر چې غوښتل يې په بمونو بار خپل موټرپه پلخمري ښار کې ددولتي تاسيساتو د يوې ودانۍ په وړاندې وچووي ، هدف ته له رسيدو مخکې دملي امنيت دمنسوبينوله خوا ونيول شو.
د بغلان ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه يرغلګر مخکې له دې چې دپلخمري ښار په يوه دولتي ودانۍ ځانمرګۍ بريد وکړي ونيول شو.
دغه خبرځاى ديرغلګر دبريد هدف په ډاګه نه کړ .
دغه راز د بغلان ولايت يو امنيتي مسئوول وايي ځانمرګى يرغلګر د طالبانو په ډلې پورې اړه لري .
تر اوسه پورې طالبانو په دې باب څه نه دي ويلي .
1 1 دقیقه لوستل