کابل/د سلواغې ۷مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۳۵ ترهګر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په ننګرهار، بلخ، فاریاب، هلمند، کندز، روزګان، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال