ورزش

دبدني روزنې او سپورت د رياست پيغام

کابل باختر دتلي شپږمه :
دبدني روزنې او سپورت  درياست پيغام .
  په خواشينې  سره مو خبر ترلاسه کړ چې پرون دپکتيکا ولايت په يوه ورزشي ډګر کې ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې يوشمير  ورزشکار  ځوانان شهيدان او يوشمير هم  ټپيان شول .
دبدني روزنې او سپورت لوى رياست دغه نه بخښوونکي جنايت چې دورزشکارو ځوانانو په نسبت ترسره شو په کلکه غندي .
دافغانستان دخلکو دښمنانو په خپل دغه ناځوانمردانه عمل سره يوځل بيا  ثابته کړه چې دوى نه يواځې دپوځي  ځواکونوپه وړاندې جنګيږي  بلکې دټولنې  د ډير وياړلي قشر  يعنې  ورزشکارانو او دسولې دسفيرانو په وړاندې له خپلو وحشيانه عملونو څخه لاس نه اخلي .
دبدني روزنې اوسپورت لوى رياست  په دې ترڅ کې  چې دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ددغې پيښې  شهيدانو ته دفردوس جنت  او ټپيانو ته دسملاسي  روغتيا هيله  کوي دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه هم غواړي  لکه څنګه چې په بيلابيلو جبهو کې دښمن په وينو او خاورو لړي او  لت پت کوي دورزشي ساحو او اماکنودامنيت په تامينولو هم له پخوا  زياته  همکاري وکړي چې  ورزشکار ځوانان دسولې او  امنيت په فضا کې خپل ورزش  ته دوام ورکړي او افغانستان ته زياتې وياړنې وګټي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته