امنیت

د طالبانو يوسيمه ييز قوماندان د سولې له بهير سره يوځاى شو

کابل باختر دوږي  نولسمه :
د وسله والوطالبانو يو سيمه ييز قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې په بادغيس ولايت کې  له جګړې څخه لاس واخيست او د سولې له پروګرام سره يوځاى شو.
قوماندان غلام علي له افرادو سره يې کلونه کلونه دبادغيس ولايت په ځينو سيموکې ددولت پرخلاف په جګړه کې و .
په بادغيس ولايت کې د ملي اردو د دريمې لوا قوماندان جنرال داودشاه وفا باخترآژانس ته وويل چې دغه قوماندان د دوى د هلوځلو له امله عادي ژوند غوره کړى دى.
له دولت سره يوځاى شوى قوماندان غلام علي ويلي دي: هلې ځلې به وکړي چې په بادغيس کې هغه نور وسله وال طالبان چې د پاکستان د استخباراتو د سازمان له خوا  تيرايستل شوي دي؛ تيروتنو ته يې متوجه کړي او عادي ژوندانه ته يې راستانه کړي. 
ويل کيږي چې د طالبانو دغه سيمه ئيزقوماندان خپل يوه اندازه جنګي وسايل هم  د سولې پروګرام ته سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته