کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠ دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان پرون دهرات ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دعبدالحميد او بازمحمد په نومونو دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان په هرات ولايت کې په زياترو تروريستي فعاليتونو کې فعال رول درلود چې ددغه ولايت دچشت شريف ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو لړ چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول. دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دتروريستي ډلې يو ماين جوړونکى هم ووژل شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ