سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه .

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه .

 د نوامبر دمياشتې  ٢٥ نيټه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو نړيواله ورځ ده . دبهرنيو چارووزارت ددغې مهمې ورځې په يادونې سره يوځل بيا دښځو پرخلاف  په بشپړ ډول دتاوتريخوالي د له منځه وړلو  په لاره کې دعمومي مبارزې او  دمشخصو هلوځلو په اړتيا باندې ټينګار کوي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت حکومت دښځو په ټولنيزو  او کورنيو ستونزو  پوهيږي اودهغوى په وړاندي دزيات فزيکي  رواني ، ټولنيز تاوتريخوالي او چلند په شتون  هم خبر دى

  دافغانستان حکومت دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو لپاره  زياتي هلې ځلې کړي دي چې دښځو دچارووزارت فعاليتونه ، دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو  دقانون وضع کول ، دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو دعالي  کميسيون  جوړول ، په ټولو دولتي ادارو کې دښځو  د حقوقو دملاتړو مرکزونوجوړول ، دبشر دحقوقودخپلواک کميسيون دکړو وړو ملاتړ ، ټول ټول  په دې  برخه کې دحکومت دژمنو اوهلوځلو څرګندوي دي .

 ددغه وزارت دبشر دحقوقو او دنړيوالو چارو رياست هم  په خپل وار دهيواد دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دزياتوالي له امله انديښنه  څرګندوي   ، خوژمنه  کوي چې ددغې پديدې  دکمښت لپاره له  نورو حکومتي  او غير حکومتي مرکزونو سره   يوځاى خپلو راتلونکو فعاليتونو ته دوام ورکړي .

 ددغه رياست دنورو فعاليتونوتر څنګ  د ملګروملتو  دسازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ پريکړه ليک دتطبيق بهير ( د  سولى او امنيت په معادلو اوخبروکې دښځو شريکول )  دښځو دچارو وزارت دبشر دحقوقو او د ښځودچارو رياست  يو فعاليت دى چې تر راتلونکي کال پورې به ترسره شي .

 موږ هيله لروچې دښځو دحقوقو په برخه کې  دملي او نړيوالو  فعالو مرکزونو په مرسته دعمل پلان جوړ کړو  چې  له دې لارې دغه پريکړه ليک په افغانستان کې عملي شي .

 له دغه فرصت څخه په استفادې سره يوځل بيا ددولتي او غير دولتي کورنيو ، سپين ږيرو او ملا امامانوپه ګډون له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوو چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو  په لاره کې له يوبل سره همکاري وکړي  اوښځو او نارينه و ته ديوې برابرې او عادلانه  ټولنې په جوړولوکې دهلوځلو لپاره له هر مناسب فرصت څخه کار واخلي   چې دټولنې  ټول اتباع له خپلو برابرو حقوقو څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته