روغتیا

په بغلان کې د نري رنځ د ښه تشخيص زميه برابره شوې ده

کابل باختردکب دمياشتې  ٢ نيټه :
د اکسرې د پرمختللي او ځانګړې دستګاه په فعاليدو سره په بغلان ولايت کې  د نري رنځ  د ناروغۍ د تشخيص په برخه کې لازمې آسانتياوې برابرې شوي دي.
د بغلان د عامې  روغتيا رياست د نري رنځ  د ناروغۍ سره د مبارزي  ديونټ  آمر ډاکټر محي الدين  همايون دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د دغې دستګاه  په درولو  اوفعاليدو سره د نري رنځ  د ناروغۍ  د تشخيص  په برخه کې لازمې آسانتياوې برابرې شوي دي.
ده وويل ؛  په روان کال کې په دغه ولايت کې دنري رنځ د ناروغۍ يو زرو نهه سوه څلور شپيته پيښې په مرکز کې ثبتې شوي دي  او اخته کسان تر درملنې لاندې دي.پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته