روغتیا

داسلامي همکاريو سازمان دافغانستان له دولت سره طبي مرستې وکړې .

-کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
داسلامي همکاريو دسازمان سفير ددغه سازمان روغتيايي مرستې دعامې روغتيا وزارت ته وسپارلې .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دغو مرستو کې ان – ٩٥او دجراحي ماسکونه او محافظتي جامې شته .
داسلامي همکاريو دسازمان سفير حسين افني بوتسالي ددغو مرستو هدف په افغانستان کې له کرونا ويروس  سره مبارزه وبلله او ويې ويل چې اسلامي پرمختيايي بانک له کرونا ويروس سره دمبارزې په خاطر  داسلامي همکاريو دسازمان غړو هېوادونو ته  دوه اعشاريه دوه بليونه ډالره ځانګړې کړي دي .
داسلامي همکاريو دسازمان سفير له افغانستان سره ددغه سازمان دمرستو ددوام  ډاډورکړ او ويې ويل  چې ددغه ويروس  دپراختيا په صورت کې به په افغانستان کې زموږ مرستې دوام وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته