سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام

په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دفراه ولايت يو سپين  ږيري  اوبارسوخه شخصيت  حاجي عبدالرحمن بارکزى د ورپيښې ناروغى له امله له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى  .

انالله وانااليه راجعون

ارواښاد حاجي عبدالرحمن دخلکو خدمتګار او خيرخواه  سړى و ډير کلونه يې ددولت په اداره کې دخلکو خدمت  وکړ دده مړينه  يوه ضايعه ده.

دخپلې خواخوږي اوډاډګيرنې  مراتب دارواښاد کورنۍ ،دوستانو اودفراه ولايت خلکو ته  وړاندې کوم الله تعالي دې دى وبخښي  او کورنۍ ته يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته