کابل باختر د لړم ديرشمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو چې څه ناڅه شپږ زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي پکې پټ کړاى شوي و دافغان امنيتي ځواکونو او دناټو دپوځيانو له خوا دميدان وردګو په ولايت کې کشف شول .
دغه ډيپو پرون د ميدان ښار د دره کهنه په نامه سيمه کې دځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو په يوه ډيپو کې کشف او ترلاسه شوي دي .
د ميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل : چې امنيتي ځواکونو په دې ډيپو کې څه ناڅه شپږ زره کيلوګرامه ډول ډول چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي
دخوږياڼي دڅرګندونو له مخې : طالبانو غوښتل چې له دغو چاوديدونکو توکو څخه د بمونو ، ماينونو او دځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې استفاده وکړي .
درارسيدلوخبرونو له مخې : په دغو توکوکې دوه درې ډوله يې ډير خطرناک چاوديدونکي توکي بلل کيږي چې ډير ستر زيان اړوي.
ويل کيږي چې ددغو چاوديدونکو توکو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
دا دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو ډيره ستره ډيپو ده چې په افغانستان کې کشف کيږي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې زياتره چاوديدونکي توکي دوسله والو طالبانو
په ګډون د تروريستي ډلو له خوا له پاکستان څخه وارديږي .
جګړه ماران وروسته له دغوتوکو څخه دخپلو تروريستي بريدونو لپاره د بمونو ، ماينونواو د ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې کار اخلي .
1 1 دقیقه لوستل