کابل باختر د مرغومي نهمه :
له دولس کلنې څخه ښکته دفوټبال دغوره ليګ دټيمونوسيالۍ نن په کابل کې پيل شوې .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغوسياليو دترسره کولو هدف دغوره څيرو انتخابول او له دولس کلنې څخه ښکته دفوټبال منتخب ټيم ته ددوى معرفي کول دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغوسياليو کې چې په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي له کابل څخه په دوو ګروپونو کې ددولسو ټيمونو ددولسو ورځو لپاره پکې لوبې کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ