خبرونهټولنهښوونه او روزنه

فراه  کې شاوخوا ۴۱۹ ښوونځي فعالیت کوي

کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر

فراه ولایت د پوهنې رياست مسؤلين وايې؛ چې په دې ولایت کې شاوخوا ۴۱۹ ښوونځي فعال او یوسلو ۳۰ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. 

د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد « زعيم» د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په يادو ښوونځيو کې ۲۳ زره تنه ښوونکي په دندو ګمارل شوي، چې له دې جملې څخه یې ۸۰۰  ښځينه ښوونکې دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د فراه ولایت د پوهنې رياست رهبري د ښوونځيو په برخه کې په دې توانېدلې، چې د‌ يونيسف ادارې په مالي ملاتړ ۸ ښوونځي په اساسي توګه ورغوي.

همدارنګه ۸ ښوونځي دمګړۍ د دولت له بوديجې څخه بیارغول کېږي او د ۷ نورو ښوونځيو د بيارغونې منظوري راغلې او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

نوموړي  همدارنګه زياته کړه، چې په فراه ولایت کې ټولټال ۵۰۰ دولتي او خصوصي ديني مدرسې شتون لري او ۴۵ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي چې د یادو دیني مدرسو له جملې څخه ۲۴ ښځینه مدرسې هم خپلې تدریسي چوپړ تیاوې د ۷۲ تنو ښوونکو پرمټ سرته رسوي او ۲ زره ۵۰۰  ښځينه زده کوونکې پکې زده کړې کوي.

د نوموړي په وینا د اسلامي امارت په راتک سره ۴۱۹ بستونه د دولتي او ۵۳۴ نوي بستونه د خصوصي دیني مدرسو لپاره منظور شوي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د ګمارنې لړۍ پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته