کابل باختر دوري اتمه :
دجوزجان ولايت دحج او اوقافو درياست نوې ودانۍ پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ دحج او اوقافو وزارت له بودجې څخه دنهو مليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونوکې جوړ شوې ده .
دجوزجان ولايت دحج او اوقافو رييس عبدالرحيم اسلاميار دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه ودانۍ دولس خونې او نور ضروري ملحقات لري چې دجوړولو کاريې يوکال مخکې پيل شوى و .
ديادونې وړ ده چې په تيروڅه دپاسه لسوکلونو کې دهيواد زياترو دولتي ادارو او تحصيلي او تعليمي بنسټونو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ