امنیت

دغزني ولايت په اندړو ولسوالى کې امنيتي غونډه جوړه شوه

کابل- باختر آژانس دوږي ٢٠
د درې سوه تنو سيمه ييزو مخورو او دامنيتى او اداري چارواکو په ګډون دغزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې يوه غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه په دغې ولسوالۍ کې له خلکو سره دمرستې اود لا ښه امنيت دتامينولو په دمقصد جوړه شوى وه.  دباختر آژانس دخبر له مخې: ددغې غونډې څخه وغوښتل چې د دغې غونډې برخه والو د دغې ولسوالۍ له امنيتي او اداري مسوولينو څخه وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ له خلکو سره مرسته وکړي چې له نورو امنيتي ځواکونو سره دامنيت په تامينولو کې کارنده ونډه واخلي. دوى څرګنده کړه: له دې وروسته به اجازه ورنه کړي چې ياغي طالبان په دوى پورې له اړوندو ساحو او کورونو څخه پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته