۱۰۰ ورځې

تبصره .

کابل باختر د ورى  پنځلسمه :
دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو بهير اوپه دغه بهير کې  دخلکو پراخ ګډون داکار ثابت کړ چې په انتخاباتو کې  دګډون په مقصد  دخلکو  ترمنځ انګيزه اوولولې شته ء.
دباختراژانس  مبصر ليکي .
دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دنوماندانو انتخاباتي مبارزې په دې  وروستيو وختو کې پاى ته ورسيدې او دجمهوري رياست نوماندانو ددغه بهير له وروستيو شيبو څخه استفاده وکړه او خپل پروګرامونه يې خلکو ته څرګند اوبيان کړل .
په هغو غونډو کې دخلکو پراخ ګډون چې دجمهوري رياست دنوماندانو له خوا جوړې شوې وې ثابته کړه چې دوى دخپل هيواد دسياسي راتلونکي په نسبت علاقمند دي اوغواړي چې دخپل سياسي برخليک په ټاکنه کې په خپله عامل اومحرک  واوسي .
انتخاباتي مبارزې ټيک په داسې وخت کې پيل شوې چې دپاکستان په  استخباراتو پورې اړوندو تروريستي ډلو ددغه پروګرام دګډوډولو  ګواښ کړى و خو په دې بهير کې دخلکو فعال او کارنده له ولولو ډک ګډون وسله والو طالبانو او دهغوي بهرنيو ملاتړو ته څرګند اوپه ډاګه ځواب و ، خلکو په دې بهير کې په ونډې اخستنې  سره خپلو دښمنانو ته تفهيم کړه چې دهغوى واکمنۍ غوښتنونکو ګواښ او بربريت ته نه تسلميږي  که چيرې طالبان اوبهرني  استخبارات يوڅه شعور او سياسي تعقل ولري په دې پوهيږي چې دخلکوپه وړاندې دريدل يعنې څه  ؟
  دلته دخلکو ونډه او دامنيتي ځواکونو هلې ځلې  چې خوب يې په ځان حرام وباله چې هيوادوال يې په بشپړ مصوونيت او امنيت کې دانتخاباتو په بهير کې ګډون وکړي دقدر او ستاينې وړ دي
اوس چې انتخاباتي مبارزې پاى ته رسيدلي دي او چوپتيا دوران پيل شوى دى خلک به ددې فرصت ولري چې انتخاباتي مبارزو بهير او دنوماندانو له خوا اعلام شوې ژمنې او دهغوى کاري پروګرامونه وڅيړي او له نوماندانو څخه مطلوب شخص  دخپل هيواد دراتلونکي مشر په توګه انتخاب کړي .
  يوه بله خبره چې کيداي شي دغور وړ وي دانتخاباتي مبارزو په بهير کې  دجمهوري رياست دنوماندانو مسوولانه چلند و دوى په دې موده کې په دې تمرکز درلود  چې دخلکو ذهن او روان  ديو ملي بهير په توګه انتخاباتو ته متوجه کړي هغوى خپل پروګرامونه په يوه سالمه  سيالۍ کې چې له زغم څخه يوځاى و ، بيان کړل له لمسوونکو او تحريف  شويوخبرو او دبل پرخلاف دتورونو له لګولو او ناوړو تبليغاتو  څخه ډډه وکړه چې دغه حرکت کولاي شو په هيواد کې ددموکراسۍ  دودې او پرمختيا او دملي درک او پيوستون په لور دارادې بيلګه وبولو .
اوس چې انتخاباتي مبارزې پاى ته رسيدلي دي او دچوپتيا دوره  پيل شوې ده خلک به ددې فرصت ولري چې ديوه وګړني مشر دانتخاب  په باب فکر وکړي دا دهيوادوالو  مسووليت او رسالت دى  لکه څنګه چې دنوماندانو په غونډو او منډو ترړو  کې ګډون وکړ دانتخاباتو په ورځ هم ددوى ګډون څرګند کړي .
دوى بايد په دې پوه شي ددې هيواد دښمنانو هغو کسانو چې ويلي يې دي دانتخاباتو بهير ګډوډوي په دې کچه کې  نه دى چې ددغه بهير دمخنيوي  عامل وي .
دلته دامنيتي  ځواکونو ژمنه او درايت دارزښت او قدروړ دي دوى ددغه بهير دامنيت په تامينلو ژمن دي  او په وروستيو  ورځو کې په هيوادکې دپيښو تګلوري وښودله چې دهيواد دغه رښتيني بچيان په خپلو ژمنو ولاړدي او ددې مجال  به ورنه کړي  چې ډار اچوونکي او تروريستي  ډلې چې افغاني ضد ماهيت او اراده لري  په هيواد کې دانتخاباتو بهير ګډوډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته