سیاست

جمهور ريیس غني: د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د عالمانو رول مهم دی او له دوی څخه د رهبرۍ رول غواړو

کابل د وري ٤ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد یو شمېر عالمانو او خطیبانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په پیل کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال معین الدین مظفري د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د اهل تسنن او اهل تشیع عالمانو ګډې غونډې او پرېکړو په اړه  ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ورپسې مولوي عبدالسلام عابد د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د دیني عالمانو اته ماده یي پرېکړه لیک ولوست. د پرېکړه لیک په دویمه ماده کې په وقایوي تدابیرو، حفظ الصحې او د قرنطین په مراعتولو، محفلونو او غونډو، د مصافحې، لاس او غېږ ورکولو او ښکلولوڅخه په ډډه کولو ټینګار شوی. له لمونځ کوونکو څخه یې غوښتي چې اودس او سنت لمونځونه په کور او فرض لمونځونه په جوماتونو کې ادا کړي او ملا امامان دې د جمعې خطبه نهایت لنډه کړي. 
په پرېکړه لیک کې دې ته هم اشاره شوې وه چې خدای تعالی موږ ته دستور راکړی چې د ستونزو په حل کې له اهل تخصص او علم څخه وپوښتو او د دوی په دستور او سپارښتنو عمل وکړو، نو شرعا لازمه ده چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې او طبي سپارښتنې جدي ونیسو او عملي یې کړو.
همدارنګه  یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ټولو اقشارو د هراړخیزې همکار ۍ ترڅنګ له حکومت اوطالبانو څخه غوښتي چې له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې او واقعبینانه تعامل لپاره ګډ کمېسیون توظیف او له سیاسي او نظامي ملاحظاتو پرته ټولو هېوادوالو  ته خدمت وکړي.
د پرېکړه لیک په څلورمه ماده کې راغلي چې حج، ارشاد او اوقافو وزارت  له عامې روغتیا وزارت سره د عالمانو ګډه کمېټه جوړه کړې چې پرقضایاوو له نږدې بحث او خلکو ته لازمې سپارښتنې وکړي.
عالمانو د پرېکړه لیک په پنځمه ماده کې له سوداګرو څخه په ټینګار غوښتنه کړې چې د خوراکي توکو د بیو لوړولو او احتکار څخه پرهېز وکړي او د مصیبت په ورځو کې باید د مرستې او همدردۍ اصل هېر نه کړي  او له  خلکو سره دې سخاوتمندانه همکاري وکړي.
په یاد پرېکړه لیک کې همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه هم له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د همکارۍ غوښتنه شوې او د عامې روغتیا وزارت څخه یې غوښتي چې د وقایې او درملنې لازم تدابیر پراخه او جدي کړي.
د پرېکړه لیک اتمه ماده کې وایي، که خدای مکړه څوک د کرونا له امله ومړ، نو د هغه د غسل، تکفین او جنازې لمانځه کې دې عامې روغتیا وزارت ځانګړي وقایه او تدابیر ترتیب کړي. که چېرې مړي ته په کور کې غسل ورکول کېږي نو لازمه ده چې غسل ورکوونکی ټول طبي وقایوي وسایل مراعت کړي.
د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح د عالمانو د ژورې او هراړخیزې اعلامیې هرکلی وکړ او ويې ویل: د عالمانو د رول په زیاتوالي سره باید د هغو بې اساسه اوازو او تبلیغاتو مخه ونیسو چې د عالمانو له نوم څخه په استفادې د ځینو اشخاصو له لوري خپرېږي، ځکه دا دبشریت ضد ویروس دی.
ښاغلي امرالله صالح وویل: عالمان دې د خلکو د وقایې لپاره، اغيزمنې، ممکنه او بدیلې لارې ولټوي. او د لمانځه ادا کولو پرمهال د حداقل یو متر واټن مراعتولو سپارښتنه دې په اعلامیه کې زیاته شي.
جمهور ريیس غني عالمانو ته د ښه راغلاست پرمهال د دوی د پرېکړه لیک او فتوا هرکلی وکړ او ويې ویل: ممکن د ټولنې د انسجام لپاره نورو فتواوو ته هم اړتیا وي. هغه زیاته کړه، خدای تعالی او دیني لارښوونو ته  رجوع، مهم اصل او اساس دی او موږ باید په خپلو تمدني اساساتو پوه شو.
جمهور ريیس څرګنده کړه، دلته له وبا سره د مبارزې اساسات او لارې موجودې دي. د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د عالمانو رول مهم دی او له دوی څخه د رهبرۍ رول غواړو.  هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په دغه لومړني پړاووکې یوازې غبرګون کافي نه دی،  منځمهال او اوږدمهال لیدلوری او تدبیر پکار دی.
د هېواد جمهور ريیس وویل: امریکا چې کرونا ویروس جدي ونه ګاڼه او په لومړیو کې یې احتیاطي تدابیر ونه نیول، نو اوس بیړني حالت کې ده، پکار دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د چین، ایټالیا، ایران، امریکا او نورو له وضعیت او تجربو څخه درس واخلو.
جمهور ريیس وویل عالمان دې په منسجمه او همغږې توګه اساسي پیغامونه خلکو ته ورسوي او خصوصا اطرافي او غیرپلاني سیمې دې مدیریت کړي، پوهاوی او سم جهت دې ورکړي.
جمهور ريیس غني وویل: موږ د مسوول دولت په توګه د افغانانو او مسلمانانو ترمنځ تفکیک نه کوو، طالبان دې اوربند ته غاړه کېږدي او ستاسو د غوښتنې او وړاندیز هرکلی دې وکړي. که دوی جنګ ته ادامه ورکوي، نو موږ څنګه له کرونا سره مبارزه وکړو.  هغه زیاته کړه، ديني عالمان دې په دې برخه کې مخته شي او هیچاته دې اجازه نه ورکوي چې د روغتيايي خدماتو پر وړاندې ستونزې ایجاد کړي، ځکه دا ټول هېواد له خطر سره مخ کوي.
محمد اشرف غني وویل: د دغې لاعلاجه ناروغۍ لپاره وقایوي تدابیر او د حفظ الصحې مراعتول چې اسلامي اصل هم دی حتمي دي او  د دې لپاره باید ټول د ديني عالمانو سپارښتنې جدي ونیسي او عملي يې کړي.
جمهور ريیس غني د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له ديني عالمانو سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي او د کرونا ویروس خپرېدو سره د مبارزې په برخه کې د عالمانو کار له همدا ننه پیل شو.
پاىج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته