سیاست

دمبارکي پيغامونه

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي او دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله اودهغه مرستيلانو په نامه دنيکمرغه  لوى اختر له امله باختراژانس ته دمبارکي پيغامونه رسيدلي دي .
په پيغامونوکې دنيکمرغه لوى اختر د بختورو ورځو درارسيدو په خاطردمبارکي  د ډيروښو مراتبو دڅرګنديدو  تر څنګ ويل شوى .
دنيکمرغه لوى اختر مبارکې ورځې ټيک په داسې وخت کې رارسيږي چې دافغانستان ميړنيو خلکو دنوى نظام او دملي وحدت دحکومت تر سيوري لاندې بې باوري پاى ته ورسولې او دافغانستان دخلکو دنکيمرغه  راتلوونکي او دهيواد دترقۍ او پرمختګ  په خاطر  ديوبل تر څنګ ودريدل چې دخلکو دارمانونو بيړۍ چې هماغه سوله ، نيکمرغي  او ددغه هيواد دترقۍ او پرمختګ دى هدف  ته ورسوي .
په پيغامونوکې دغه راز دافغانستان له مخالفينو څخه غوښتل شوى دى چې داخترونو دفلسفې په دقيق رعايتولو سره جګړه او ورور وژنه پاى ته ورسوي  او دلوى خداى ( ج ) په امر دسولې دتامينولوپه لاره کې عملي ګامونه واخلي .
دغه پيغامونه داطلاعاتواوفرهنګ دوزارت سرپرست ډاکترسيدمخدوم رهين اوددغه وزارت دمعينانواومشرتابه هيئت ،دباخترآژانس اودملي راډيوټلويزيون دمشرتابه هيئت اوکارکوونکو،دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دسرپرست محمد شاکر کارګر او ددغه وزارت دمشرتابه هيئت ، دفوايد عامې وزارت دسرپرست انجنير نجيب الله اوژن او ددغه وزارت دمشرتابه هيئت ، لوى څارنوال څارنپوه محمد اسحق الکو او دلوى څارنوالۍ دمشرتابه هيئت ، دجمهور رييس دستر اقتصادي سلاکار او دماليې وزارت دسرپرست ډاکتر عمر زاخيلوال دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دسرپرست  ډاکتر جماهير انوري دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دنفتي موادو او اوبلن ګاز دسراسري اتحاديو، دافغانستان دکسبګرو دملي اتحاديې ، داحصائيې دمرکزي ادارې ، د ٢٠١ سيلاب قول اردو او دميوند بانک مشرتابه هيئتونواودافغان ترک دښونځيو دلوى رئئس نعمان ادوغان اومرستيال له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته