امنیت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو خبريال وهل او ډبول وغندل

کابل-باختر د زمري د مياشتې ٥مه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پروان ولايت کې د يو افغان خبريال وهل او ډبول وغندل او دهغه د عاملينو د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د بخدي د خبري آژانس خبريال نصرت الله اقبال له رسنيو سره په اړيکه کې ادعا وکړه چې د پروان د والي په کړو وړو د يو انتقادي مطلب د خپرولو وروسته د والي د ساتوونکو له خوا وهل شوى او ډبول شوى دى.
دغه خبريال وايي چې د پروان والي هغه وغوښته او له وهلو او ډبلو وروسته ورته يې د وژلوګواښ کړى دى.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبريالانو او رسنيوته هر راز ګواښ، وهل او ډبول او فشار د قانون پرخلاف بولي او هغه يې غندلې ده.
په خبرپاڼه کې له امنيتي ځواکونو څخه غوښتل شوي دي چې ددغې پيښې د څيړنې په ترڅ کې د بخدي د خبري آژانس د خبريال د وهلو  او ډبولو او ګواښ عاملين و پيژني او د قانون منګولو ته وسپاري.
په همدې حال کې د پروان والي عبدالبصيرسالنګي له باخترآژانس سره په اړيکه کې د بخدي د خبري آژانس د خبريال نصرت الله اقبال د وهلو او ډبولو په پيښه کې د ځان او د خپلوساتوونکو هر راز لاس لرل ردکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته