سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د متحدو ایالتونوله منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره تیلیفوني خبرې وکړې

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تيره شپه د امریکا د متحدو ایالتونوله منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو تیلیفوني خبرو کې د افغانستان جمهوررئیس ښاغلي ټرمپ ته د مبارکي تر څنګ هغه او کورنۍ ته یې د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل: د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ رابطه د دوو ملتونو د ګډو سټراټيژیکو ګټو په اساس ده او تمه ده چې دغه رابطه به ستاسې د جمهوري ریاست پرمهال تر پخوا لا پياوړې او پراخه شي.  
جمهوررئیس له تروریزم سره په مبارزه کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو او له افغانستان سره  د امریکا د دولت او ملت د مرستو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې له تروریزم سره ګډې مبارزې امریکا د افغانستان د خلکو په بنیادي او محوري شریک بدله کړې ده.
جمهوررئیس دوام ورکړ وې ویل: د افغانستان د پرمختیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پانګونې ثمر ته د رسېدو په لومړنیو پړاوونو کې دي. د دغو هڅو دوام کولای شي داسې زمینه برابره کړي چې افغانان وکولای شي له خپلو پریمانه طبیعي سرچینو څخه چې لري یې اغیزناکه استفاده وکړي، خوځنده اقتصاد رامنځته او په خپلوپښووديږي. 
جمهوررئیس یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو د کانونو د پرمختیا په برخه کې د قدر وړ مرستې کړي دي او موږ هوډمن یوو چې په دغه برخه کې مو همکارۍ پراخې شي.
په دى تیلیفوني تماس کې د امریکا منتخب جمهوررئیس وویل: د افغانستان طبیعي زیرمې د پام وړ دي او د ده اداره چمتو ده چې د افغانستان له خلکو او دولت سره په دغه ډګر کې د موثرې استفادې په خاطر مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: افغانستان د اقتصادي انکشاف په برخه کې مناسب پوټانشیل لري چې طبیعي زیرمې يې په دغه برخه کې کلیدي عنصر ګڼل کېږي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د امنیتي مسائلو په هکله هم خبرې وکړې. جمهوررئیس غني د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او هڅو ته اشاره وکړه او دا ځواکونه یې په هېواد کې د ثبات بنسټ وبلل. جمهوررئیس په عین حال کې د امریکا او د ناټو غړو د نږدې لسو زرو ځواکونو د ملاتړ او د هغوی د تخنیکي او مالي مرستو قدرداني وکړه او دغه مرستې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي  ځواکونو په ځواکمنولو کې حیاتي وبللې.

د امریکا منتخب جمهوررئیس هم خلکو څخه په دفاع کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کړنو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه به د ده د جمهوري ریاست په دوره کې د پخوا په شان د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي.

د امریکا منتخب جمهوررئیس زیاته کړه، که چېرې افغانستان زیاتو امنیتي همکاریو ته اړتیا ولري، د ده اداره به د اړتیاوو تر ارزونې وروسته د لا زیات امنیتي ملاتړ تامین ته پام وکړي.
دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو مسائلو او تروریزم سره د مبارزې په اړه نظرونه سره تبادله کړل، دا چې د سیمه‌ییز تروریزم ګواښ د افغانستان او سیمې ثبات ګډوډوي د تروریزم د ملاتړو دولتونو او عناصرو په شاخصونو وغږیدل او په دې برخه کې يې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو غاړوله تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو او مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.
د دغو خبرو په دوام ډونالډ ټرمپ جمهوررئیس غني ته بلنه ورکړه چې په دوه اړخیزو مسائلو د لا زیات بحث لپاره د امریکا متحدو ایالیتونو ته سفر وکړي. جمهوررئیس غني د دغې بلنې د منلو تر څنګ ښاغلي ټرمپ ته هم بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي. د امریکا منتخب جمهوررئیس وویل، د خپل هېواد د ځواکونو د لیدو او د افغانستان د لیدو په خاطر هیله‌من دی چې په لومړني ممکن فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته