امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
امنيتي ځواکونو د هيواد په بېلابېلو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د کونړ، ننګرهار، ارزګان، فراه، لوګر او د قندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٤ تنه ټپيان او ٥ تنه نور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز ١٧ماينه چې دوسله والو طالبانو له خوا د پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر او د ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته