ټولنه

دفراه ولايت دکار ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو ادارې ته ودانۍ جوړه شوه

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
  دفراه ولايت سيمه ئيز مقاماتو  دکار  ټولنيزو  شهيدان او معلولينو  دادارې دودانۍ دکار دبشپړيدو خبر ورکړ .
دغه ودانۍ دکار ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو دوزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل  له خوا په هغه سفر کې چې دفراه ولايت ته يې درلود  پرانستله  او ګتې اخستنې ته وسپارل شوه .
دفراه دوالي  وياند محمد ناصر مهري باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه ودانۍ دکار ټولنيزو چارو  شهيدانو اومعلولينو  وزارت له پرمختيايي بودجې  څخه  ددوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده .
ده زياته کړه دغه ودانۍ  په دوو پوړونو کې  په  پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې دځاى دنشتوالي له امله ددغې ادارې دکارکوونکو ستونزې  لرې شوې دي او ددوه جريبه ځمکې په ساحه کې  جوړه شوې ده .
مهري دغه راز دفني او حرفوي زده کړو دپروژې دپرانستلو خبر ورکړ ويې ويل دغه پروژه دمهارتونو دپرمختياتر پروګرام لاندې  ده او له شپږومياشتو وروسته دکار او ټولنيزو چارو وزارت له بودجې  څخه د پنځو مليونو دوه سوه پنځه اويا زرو افغانيو په لګښت جوړيږي .
ده وويل په دې پروژه کې به يوسلو پنځلس تنه نارينه  او ښځينه په بيلابيلو برخوکې لکه خياطۍ ، غالۍ اوبدنې ، موبايل ترميمولو دکمپيوتردزده کړې  او د نلونو دغځولو او دکورنۍ بريښنايي وسايلو دترميمولو په څانګو کې زده کړې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته