نړۍ

چېن دشمالي کوريا دنوى مشر ملاتړ وکړ

دچېن  جمهور رييس هوچېنتاو نن دشمالي کوريا دمشر کېم جونګ ايل  دمړينې له امله د ډاډ ګيرني او دده دزوى له ځاى ناستي  سره دملاتړ داعلامولو په مقصد په پيکنيګ  کې دشمالي کوريا سفارت ته لاړ .

 دباختر اطلاعاتي اژانس د فرانسپرس  دخبري اژانس دخبر له مخې خبر راکړ  چېن دشمالي کوريا د دير نږدي متحد په توګه د دوشنبي په ورځ دکېم جونګ ايل دمړينې له اعلام څخه څو ساعته وروسته دشمالي کوريا د فقيد مشر  دزوى کېم جونګ اون له ټاکل کېدو  سره خپل ملاتړ څرګندکړ .

  دشمالي کوريا مشر په خپل ژوندکې تل چېن ته سفرکاوه ، دپيکېنګ  چانيا ويلي ورځپاڼې په خپلي نننۍ سرمقاله کې وليکل  پيګينګ اوپيونګ يانګ له زياتي مودي راپديخوا دوستانه اړيکې لري چې دغه اړيکې دهغو مشرانو له خوا چې په بيلابيلو  دورو کې  په دواړو هيوادونوکې رامنځته شوي دي پياوړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته