سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام

په ژورې خواشيني سره خبر شوم چې دهيواد يو پخواني خدمتګار اوقومي مشر عبدالکبير بيانزي دورپيښې ناروغي له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى.

انالله وانااليه راجعون

ارواښاد عبدالکبيربيانزي کلونه کلونه دهيواددځينو ولسواليو ولسوال و دجهاد په دوران کې يې دجهاد ملګرتيا وکړه اوبياديو قومي مشر په توګه دخلکو په خدمت بوخت و دده مړينه يوه ضايعه ده.

دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو اودقندهارولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍته دې يي جميل صبرپه نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته