کابل- باختر دکب دمياشتې شپږمه:
دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د ملي امنيت د يوې ښاري حوزې ودانۍ ته څېرمه نن سهار ځانمرګې بريد وشو .
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي ددغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې ځانمرګې بريدکوونکى چې هويت يې نه دى تثبيت شوى، په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د ننګرهار ولايت د ملي امنيت د رياست د يوې ښاري حوزې ودانۍ ته څېرمه وچاوه.
د عبدالزي دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې د ملي امنيت دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې د پيښې ټپيان د جلال آباد ښار روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون روغتيايي مسوولينو د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو حالت خراب وباله .