خبرونهاقتصادټولنه

د سټنډرډ ملي ادارې رئيس د صادراتي او وارداتي توکو پر کيفيت ټينګار وکړ

کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د ستندرد ملي ادارې لوى رئيس ملا فيض الله تميم د هرات د سوداګرۍ خونې له مرستيال سعيد صديقي او له يو شمير ملي سوداګرو سره په کتنه کې د مالونو پر کيفيت ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ستندرد ملي ادارې نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې کتنه کې د ستندرد د ملي ادارې رئيس د مالونو د کيفيت او د هېواد خلکو د خونديتوب او سلامتيا تضمينول د دې ادارې يو اساسي مسؤلیت بللی او څرګنده کړې یې ده چې فساد يوه ناوړه پديده ده چې په ملت او حکومت ناوړه اغېزه کوي.
نوموړي د هېواد ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړى، چې د ستندرد ملي اداره په هر راز شرايطو کې د هغوى تر څنګ ولاړه او له هغوى سره همکاري کوي او د دغې ادارې مسوولين به هلې ځلې وکړي چې د هغوی ستونزې په جدي توګه وڅېړي.
په همدې حال کې د هرات د سوداګرۍ خونې مرستيال هم ژمنه کړې ده چې د ستندرد له ملي ادارې سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د ستندرد ملي اداره په ١٣٨٦ لمريز کال کې د يوې خپلواکې ادارې په توګه د دولت د اساسي تشکيلاتو په چوکاټ کې شامله شوې او د کيفيت د ملي بنسټونو پراختيا، پياوړتيا او جوړول، د وارداتي او صادراتي تجارتي مالونو او د توليدي محصولاتو او د خدماتي بهيرونو ښه والي له ملي او اقتصادي منابعو څخه د اغيزمنې استفادې په لاره کې د لګښتي نورمونو د تثبتولو، د مستهلکينو د روغتيا او خونديتوب او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې تامينول او د ستندرد بهيرونو کې د ونډې اخيستنې په لاره کې د خصوصي سکتور هڅول د دغې ادارې له مهمو هدفونو څخه شمېرل کېږي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته