اقتصاد

دکانونو اوپتروليم وزارت وياند : په غير قانوني ډول دکانونو درايستلو مخه نيول کيږي .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دکانونو او پتروليم وزارت  وياند  عبدالقدير مصطفي نن  په يوه خبري کنفرانس کې  دکانونو  دڅارنې او را ايستلو په مقصد ددغه وزارت دنوي طرحې  خبرورکړ .    ددغې طرحې له مخې کانونه  چې په افغانستان کې په غير قانوني ډول راايستل کيږي  اويا  دغير قانوني  راايستلو په خطر کې دي  له امنيتي  ځواکونوسره  طرحه کيږي  چې  دهغو دراايستلو  مخه ونيول شي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دکانونو او پتروليم وزارت وياند  عبدالقدير مصطفي دغه راز په دې کنفرانس کې  وويل چې دکانونو او پتروليم وزارت او دملي امنيت شورا  له امنيتي بنسټونوسره يو تفاهم ليک  لاسليک کړى دى .  چې د هغه له مخې  امنيتي ځواکونه  په غير قانوني ډول  دکانونو دراايستلو مخه نيسي .
  دمصطفي دڅرګندونوله مخې ، دغه وزارت  يوه بله طرحه هم  جوړه کړې ده  چې دهغه له مخې دهېواد کانونه په قانوني ډول را ايستل کيږي چې ددغې برخې  دودې زمينه برابره شي .
  ده دغه راز زياته کړه چې ددغې طرحې له مخې  بهرني پانګې  په مستقيم ډول  په دې برخه کې  جلبيږي  دمصطفي دڅرګندونوله مخې په دې طرحه کې  دهغو بهرنيو استازو  نظريې هم ځاى کړى شوي  دي  چې دکانونو په برخه کې پانګونې وکړي  او  هم  دمدنې ټولنې  نظريو ته  ځاى ورکړى شوې دى .
   دکانونو او پتروليم وزارت وياند زياته کړه چې دغه وزارت  جدي اصلاحات رامنځته کړي دي  چې دهغو له مخې روڼتياواکمنه کيږي .
  ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته