امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
افغان اونړيوالو ځوکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دچاڼيزوعملياتوپه بهيرکې  نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبرورکړ.  افغان او نړيوالو  ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دکونړ ، ننګرهار ، کابل ،ارزګان، لوګر ، پکتيا  اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې يولړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او اوولس تنه نوريې   له يوې اندازې  وسلو ، مهماتو اوچاوديدونکو توکوسره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته