کابل باخترد وږي دمياشتې ٩ :
دعدلي او قضايي کميټې غونډه د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ او دجمهور رييس دلومړي مرستيال محمديونس قانوني او د دويم مرستيال محمد کريم خليلي، قاضي القضات او د سترې محکمې د سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي، پوهاندګل رحمن قاضي، د عدليي وزارت د مسلکي معين او سرپرست قانونپوه سيديوسف حليم ، لوى څارنوال څارنپوه محمد اسحق الکو، د ملي امنيت د سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورد درييس نصر الله ستانکزي په ګډون د جمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه او په اجندا کې د نيولو شويو مسئلو په باب دغه تصميمونه ونيول شول:
د مشرانو جرګې د ياد داشت او د مشرانو جرګې په مجلس کې د ولسواليو د شوراګانو د استازو د غړيتوب د شخړې لپاره دحل دلارې دموندلو د وړانديز په باب په مجلس کې له اوږدو او هر اړخيزو خبرو وروسته پريکړه وشوه، په دې باب چې ( د هر ولايت د ولسواليو لنډمهال استازى د انتخاباتو د قانون د٢٥ مادې له حکمونو سره سم د هر ولايت د ولسواليو د شورا له خوا د دايمي استازي د انتخاب تر وخته پورې او يا د ولايتي شورا د دورې تر پاى ته رسيدو پورې د مشرانو جرګې د غړي په توګه خدمت کوي ) د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د مقام د ١٣٨٤ کال د لړم د مياشتي د لسمې نيټې د ٩٣ګڼه فرمان د دويمې مادې متن ، په دې باب صراحت لري او له هغه سره سم دې اجراات وشي .
وروسته د اساسي قانون پر تطبيق باندې د څارنې د خپلواک کميسيون د غړو د شمير د نه بشپړوالي په باب په دغه کميسيون کې د رهبرى او د تصميم نيونې د تشې د مخنيوي موضوع وڅيړل شوه، مجلس پريکړه وکړه چې ددغه کميسيون دنصاب دبشپړولو په خاطر او د کميسيون دکار د حساسيت له مخې دې ددغه کميسيون پخوانى رييس او دوه تنه غړي د نوي رييس او غړو تر ټاکنې پورې د جمهوري رياست د مقام دحکم د صادريدو له لارې د رياست د سرپرست او د سرپرستو غړو په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي.
0 1 دقیقه لوستل