اقتصاد

يو انس سره زر په ١٩٥٤ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د وږي ٣١مه/باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٩٥٤ډالرو وړاندې کېږي. د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٨٠٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٧٥٠ افغانيو، کويټي په٣٧٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٧٠٠ افغانيو، بحريني په٣٦٠٠ افغانيو، عربي په٣٧٠٠ افغانيو، ايراني په٣٢٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٧٥٠افغانيو پلورل کېږي. پاى / سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته