ټولنه

په هرات کې د ګازو په زېرمه کې اور لګېدلى دى

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
په هرات کې نن سهار د يو خصوصي شرکت د نفتي توکو په زېرمه کې اور لګيدلی دی.
تراوسه د دغه اور د مړ کولو لپاره د اور وژنې د ټيمونو هلې ځلې کومه پایله نه ده ورکړې.
د اوبلن ګازو دغه زېرمه د هرات ښار په کمرکلاغ ساحه کې موقعيت لري.
د هرات والي وحيدالله قتالي باختر آژانس ته وويل چې اورلګيدنه ډېره پراخه ده او د هغې د مړ کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
تراوسه د دغې اورلګيدنې علت نه دى معلوم.
دا په وروستيو دوو مياشتو کې په هرات کې دویمه اورلګيدنه ده.
په هغې اورلګيدنه کې چې د اسلام قلعه په ګمرک کې د نفتي توکو په ټانکرونو کې ولګيد، په میليونونو ډالرو زيان يې واړاوه.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته