خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهرزهیر د فکر او انديشې پرتوليد ټينګاروکړ

٣٨- کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، ډاکتر سيد محمد علي جاويد ته د تنديس ورکولو په مراسموکې د فکر او انديشې پر توليد ټينګار وکړ .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې نن په همدې مناسبت د ولسي جرګې او د سياسي ګوندونو د يوشمېرغړو او د يوشمېرليکوالانوپه ګډون د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوه، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهيرپه ټولنه کې د فرهنګي کارونو د ارزښت او اغيزمنتوب په اړه خبرې وکړې اويې ويل که چيرې مو زده واي چې څنګه فکر او انديشه توليد کړو او د فکر او انديشې پربنسټ مو راپېښو ستونزو ته د حل لاره ومومو؛ نو کوچنیو شخړو سترې قومي ،مذهبي،نژادي اومليتي دښمنۍ نه رامنځ ته کولې. که چېرې د افغانستان سياسي مشرانو او ليکوالو په دې برخه کې پانګه اچونه کړى واى موږ به نن د یو ښه افغانستان شاهدان وای.
محمد طاهر زهير ليکوالانوته د فرهنګي پراختيا په لاره کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ژمنې يادونه وکړه او ويې ويل: موږ هغه وخت سولې ، نيکمرغۍ او سوکالى ته رسېږو چې فرهنګي کارونه مبدا وټاکو.
سيد محمد علي جاويد په دې غونډه کې د خپلو فرهنګي کارونو په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د خپلو کتابونو په ليکلوکې مې کوښښ کړى دى چې متونو ته مراجعه وکړم او د عقل او منطق په رڼا کې لیکنې وکړم او د لوستونکو رضايت او خوښي تر لاسه کړم.
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د ملي ثبات د ګونډ رييس سيد حامد انوري، د اسلامي اخوت شورا غړي سيد عادي حسيني ، د اسلامي حرکت مشر سيد عبدالهادي هادي هم د ليکوال د اثارو او د علمي اوفرهنګي کارونو د محتوا په اړه خبرې وکړې .
بايد وويل شي چې سيد محمد علي جاويد د افغانستان د جهاد د دورې له سياسي مشرانو څخه دى چې د سياسي مبارزې مخینه لري او د پلان اوترانسپورت وزیر هم پاتې شوی دی، له ځوانۍ څخه پر فرهنګي کارونو اوليکوالۍ بوخت دی چې د ده په خبره په ١٢ کلونوکې یې ٤٣عنوانه کتابونه ليکلي دى چې له دې جملې څخه ١٢ يې چاپ شوي دي . ختم – ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته