امنیت

په کندز کې طالبان پر شا وتمبول شول

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د کندز د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او له زیات شمېر سیمو څخه بېرته په شا تمبول شوي دي.
امنیه قومندان فرید مشعل نن رسنیو ته وویل چې په تېرو ۴۸ ساعتو کې په دغه ولایت کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۰ ټپيان شوي او له زیات شمېر سیمو بېرته په شا تمبول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغه ولایت کې زیات شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو ځای پر ځای شوي او ډېر ژر به ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې د طالبانو پر شایعاتو باور ونه کړي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې په کندز کې جګړو زور اخیستی دی چې زیات زیان یې ملکیانو ته اوړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته