ټولنه

دکاراو ټولنيزوچارو وزارت: زموږهيوادوال بايدپه سعودي عربستان کې د غيرقانوني استو ګنې نيت ونه کړي

کابلباختردجوزا١٤
دکار او ټولنيزو چارو وزارت باخترآژانس ته د يوليک په ليږلو سره له هيوادوالو څخه غوښتي دي چې په سعودي عربستان کې د غيرقانوني استوګنې نيت ونه کړي.
په دغه ليک کې د سعودي عربستان د حکومت د بهرنيو اتباعو د ادارې د تصميم يادونه شوې ده چې بايد غير سعودي کارګران چې په غيرقانوني ډول په دغه هيواد کې استوګنه لري؛ نيول کيږي او د ګوتې د نښې له اخيستلو وروسته خپلو هيوادونو ته يې استول کيږي.
دکار او ټولنيزو چارو وزارت په دې ليک کې څرګنده کړې ده، هغه کسان چې د کار په نيت په غيرقانوني ډول او يا د حج له ويزې څخه په استفادې سره سعودي عربستان ته ځي او نه غواړي په ټاکلى وخت کې خپل هيوادته راستانه شي؛ په حالت پو هيدو سره له خپل تصميم څخه تيرشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته