امنیت

دتوپان شاهراه په عملياتو کې ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
دتوپان شاهراه په نامه دګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په دوام  پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ دستراتيژيکي اړيکو او عامه چارو امريت باختراژانس ته  خبر ورکړ
دتوپان شاهراه په نامه دغه عمليات دوه ورځې مخکې د ٢٠١ سيلاب قول اردو  ددويمې پلې لوا دمنسوبينو ، ملي پوليسو ، سيمه ئيزو پوليسو ، سرحدي پوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو په ګډو هلوځلو سره دکونړ ولايت  تر ءجلاله پورې داسمار ، ناړې  او غازي اباد  په لويه لاره کې  پيل شوي وو چې  په تيرو څلورويشتو ساعتو کې  ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته