سیاست

دسترې محکمې د ډاډګيرنې پيغام

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
دسترې محکمې د ډاډګيرنې پيغام
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه په ژورې خواشينۍ سره خبرترلاسه کړ چې دهيواد نامتو او وتلى حقوق پوه، قانونپوه حبيب الله غالب دهغې ناروغۍ له امل چې ورپيښه شوې وه په حق ورسيد.
ارواښاد قانونپوه حبيب الله غالب دپنځوسو کلونو صادقانه خدمتونو په بهير کې ،عدليې وزارت دتقنين درييس ،دعدلي او قضايي اصلاحاتو دخپلواک کمسيون دغړې، دجمهوري رياست دعدلى او حقوقي چارو د مشورتي بورد دغړي او رييس او په دې وروستيو کې دهيواد دعدليې دوزير په توګه دنده ترسره کړه او خپل رسالت يې ترسره کړ.
ارواښاد حبيب الله غالب له قضايه قوې سره صادقانه او صميمانه همکارى درلوده او دسالم کارى بهير دتامينولو په خاطر دعدلى مرکزونو ترمنځ همغږي ته زيات ارزښت ورکاوه او په دې لاره کې يې زياتې هلې ځلې کولې چې ځاى يې دهيواد دسياسي نظام درښتينو خدمتګارانو ترمنځ تش وى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه په داسې حال کې چې ددغه حقوق پوه او خبير پوه نشتوالى يوه جبيره کيدونکى ضايعه بولى دهيواد جمهور رييس او دکابينې غړوته ډاډګيرنه وړاندى کوى او دالله(ج) له دربار څخه اروښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو او کورنۍ ته يې دجميل صبرهيله کوى اروا دى ښاد وى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته