کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د واورې اورښت له دايکنډي ولايت له مرکز سره ددغه ولايت د اوو ولسواليو مواصلاتي لارې وتړلې .
د دايکنډي ولايت د فوايد عامې رياست سرپرست حميد جاويد د باختر آژانس خبريال ته وويل : د واورې سخت اورښت د دايکنډي ولايت له مرکز سره ددغه ولايت د اوو ولسواليو لارې تړلې دي او ددغو ولسواليو اوسيدونکو ته يې زياتې ستونزې پيداکړې دي ،
ده زياته کړه چې دمواصلاتي لارو دپاکولو او بيا پرانستلو لپاره د واورې پاکولو له شرکتونو سره قراردادونه لاسليک شوي دي او هغوې وايي تر هغه وخته پورې چې د واورې اورښت دوام ولري لارې به تړلې وي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ